Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې د سېلاوو له کبله د قربانیانو شمېر ۴۰ کسانو ته ورسید

د ایران په لویدیځو او سویل لویدیځو سیمو کې د سختو سېلاوونو له کبله د وژل شویو شمېر ۴۰ کسانو ته رسېدلی.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر، حسن روحاني د سیلاوځپلو سیمو لیدنه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره په ایران کې د سیلاوځپلو د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د دې هېواد په لویدیځو او سویل لویدیځو سیمو کې له کابو دوو اوونیو راهیسې سخت بارانونه وریږي او له کبله یې زورور سېلاونه راتلي دي.

د ایران د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی وو چې د دې هېواد لس ولایتونه د سېلاونو له ګواښ سره مخامخ دي او ډېر شمېر خلکو ته مالي زیانونه هم ور اوښتي دي.

په وروستیو ورځو کې د یاد هېواد په ګلستان ولایت کې سېلاوونه راوتلي وو چې له کبله یې ډېر شمېر خلک له ستونزو سره مخامخ وو.

اوس مهال په شېراز ولایت کې هم سېلاوو خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. په رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې چې زورور سېلاوو په سرکونو کې موټر هم له ځانه سره وړي.

د دې هېواد په لویدیځو او سویل لویدیځو سیمو کې له کابو دوو اوونیو راهیسې سخت بارانونه وریږي او له کبله یې زورور سېلاونه راتلي دي

شریک یي کړئ