Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بادغیس ولایتي شورا ادعا کوي چې هوايي برید کې درې مُلکیان وژل شوي

د بادغیس د ولایتي شورا رییس ادعا کوي چې د جمعې په شپه (د سلواغې په ۱۱مه) د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې هوايي برید کې د یوې کورنۍ درې غړي چې دوه ماشومان دي او یوه ښځه ده وژل شوي دي.

د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک نن (شنبې د سلواغې په ۱۲مه) طلوع نیوز ته وویل چې د دغه برید قربانیان روغتون ته لېږدول شوي دي:«سهار کله چې د عامې روغتیا ریاست روغتون ته ولاړم، هلته مې درې مړي ولیدل - چې دوه ماشومان او یوه مېرمن وه.»

خو د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وايي چې په دغه هوايي برید کې د طالب ډلې پنځه ته غړي وژل شوي دي.

د بادغیس والي زیاتوي چې دغه ولسي وګړي - دوه ماشومان او یوه مېرمن - د یوه ماین چاودنې له امله وژل شوي دي:«رسمي رپوټ شتون لري او کره رپوټ شته. چې دا (په هوايي برید کې د مُلکیانو مرګ ژوبله) په مطلقه ردوي؛ هغوی د ماین چاودنې له امله وژل شوي دي.» 

بل خوا په کندوز کې د پنجشنبې پر مازدیګر (د سلواغې په ۱۰مه)په هوایي برید کې د وژل شویو کسانو خپلوان له حکومته د عدالت غوښتنه کوي؛ په دغه برید کې د حزب اسلامي یو پخوانی غړی او د دوو ښخو او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه نور وژل شوي دي. 

په کندوز کې هوايي برید کې د وژل شویو خپلوان عزت الله حبیبي څرګندوي:«غلام رباني څو کاله مخې د حزب اسلامي یو قومندان و؛ خو هغه څو کاله مخکې خپله وسله په ځمکه ايښې وه او د یوه عادي کس په توګه یې ژوند کاوه.»

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن له غرمې مخکې په یوې ټلېفوني اړیکه کې، د حزب اسلامي د دغه پخواني قومندان د کورنۍ غړو ته ویلي چې دغه پېښه به په خپلواکه توګه وڅېړل شي. 

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د حکومتي ځواکونو او دغه راز د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دغه وضعیت دوام د حکومت او خلکو تر منځ واټن زیاتوي او د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د څارنې د برخې مسوول بهزاد حکاک وايي:«په جګړو کې په هره کچه چې خلکو ته زیان ورسېږي، جنګي قوانین نه رعایت کېږي بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، په هماغه کچه د نظام مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي.»

بل خوا د بښنې نړیوال سازمان وایي ښکېلې غاړې د جګړې قوانینو ته درناوی نه کوي او له همدې امله د دولتي ځواکونو او د دولت د مخالفو وسله والو تر منځ نښتو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله لوړه شوې ده.

په سوېلي اسیا کې د بښنې د نړیوال سازمان څېړونکی زمان سلطاني څرګندوي:«موږ په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه خپله اندېښنه په پرله پسې توګه مطرحه کړې او په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې صفر ته د رسېدو غوښتونکي یوو.» 

ملي دفاع وزارت په داسې حال کې چې  په دې تړاو د څېړنو د پیلېدو خبره کوي وایي چې د پوځ د هوايي ځواکونو ټول عملیات د کره معلوماتو له مخې ترسره کېږي. 

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی زیاتوي:«د برید له ترسراوي مخکې، سیمه په دقیقه توګه ارزول کېږي. د ترهګرو د په نښه کولو په صورت کې که چېرې په هوايي برید کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې لامل کېږي موږ د هغه هوايي برید له ترسراوي په بشپړه توګه ډډه کړې او کوو یې.»

د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه د مسوولو ادارو پر نه ځواب ویلو او دغه راز د پوځيانو په بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو عاملانو ته پر سزا نه ورکولو نیوکه کوي.

شریک یي کړئ