Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بادغیس کې د ناامنیو زیاتوالي په اعتراض کې لاریون

د بادغیس ولایت ځينې اوسېدونکي، په دغه ولایت کې د ناامنیو د زیاتوالي په اعتراض کې نن یکشنبې (د چنګاښ په ۲۳مه) د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې په لاریون لاس پورې کړ.

دغه لاریون کوونکي د دغه ولایت د ځايي چارواکو کمزوری مدیریت په بادغیس کې د ناامنیو د زیاتوالي اصلي لامل ګڼي او د دغه ولایت د والي د لیرې کېدو غوښتونکي دي.

د بادغیس ولایت اوسېدونکو د دغه ولایت د مقام ودانۍ مخې ته د پرلت خېمو له درولو سره د خپلو اعتراضونو پر دوام ټینګار کوي.

لاریون کوونکی دوست محمد وايي:«والي د بادغیس د مدیریت کفایت او وس نه‎لري او باید استعفا ورکړي، ځکه چې ورځ په ورځ ناامنۍ زیاتېږي او امنیتي سیمه تنګېږي.»

بل لاریون کوونکی محمد اقا وویل:«موږ د والي د استعفا او لیرې کېدو غوښتونکي یوو. موږ تل له خپل نظام څخه ملاتړ کړی او کو یې.»

د بادغیس ولایتي شورا هم د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه لري. یو شمېر وکیلان وايي، د سیمه‌ییزو چارواکو د بې غورۍ له کبله، لیرې سیمې خو پرېږده، اوس ان د ښار څنډې هم امنې نه دي.

د بادغیس د ولایتي شورا غړی محمد فرید اخي زی وايي:«په بادغیس ولایت کې ناامني ده او زموږ خلک ډېر متضرر شوي؛ د ولسوالیو لارې تړلې دي او هره ورځ د دې شاهد یو چې زموږ پولیس وژل کېږي، اردو وژل کېږي او د ملي امنیت ځواکونه وژل کېږي. موږ د امنیت د تامین غوښتونکي یوو او د خلکو د استازي په توګه د خپلو خلکو حق غواړو.»

خو د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی دا لاریون د ځان پر وړاندې توطیه بولي، او زیاتوي چې دا اعتراض کوونکي د بهرني حکم پر بنسټ په لاریون لاس پورې کړی دی.

هغه څرګنده کړه:«د لاریون کوونکو پرېکړه‎لیک مو مرکز ته لېږلی او هر ډول چې حکوت پرېکړه وکړه ما ته منظوره ده. د معترضانو غوښتنه شخصي مسایل، عقده او کوچني مسایل دي. بهرنی لاس هم دی چې مخالفان مې نه غواړي چې څوک په بادغیس کې سم کار وکړي.»

د بادغس ولایتي شورا وايي، د بالامرغاب ولسوالۍ امنیتي وضعیت چندان ښه نه دی او همدا ډول وروستیو کلونو کې ناامني د ښار څنډو ته رارسېدلې چې ښه بېلګه یې پر قلعه نو د شنبې په ورځ د وسله‌والو طالبانو برید دی.

چې په دغې نښته کې، اته تنه سرتېري وژل شوي او اوه تنه نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ