Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بادغیس کې له طالبانو سره نښته کې ۴ سرتېري وژل شوي دي

د باغیس ولایت سیمه ییز چارواکي په قادس ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې د ۴ سرتېرو له ژوند بایللو خبر ورکړی.

د باغیس ولایت د قادس ولسوال، محمد حیدر شریفي وايي چې تېره شپه (سې شنبې د زمري په ۲۱مه نېټه) هغه مهال شوې چې د طالبانو لویې ډلې د یادې ولسوالۍ پر مرکز برید کړی او له افغان ځواکونو سره نښتي دي.

دی زیاتوي چې نښته کې ۳ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

همداراز بادغیس کې امنیتي مسوولیت وايي طالبانو یو سرتېری چې په رخصتۍ تللی وو د قلعه نو ښار لامان سیمه کې وژلی دی.

طالبانو د دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.
 
سیمه ییز مسوولین وايي چې نښته کې ۳ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

شریک یي کړئ