بادغیس ولایت کې د موټربم چاودنې له کبله د پوځ دریوو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپیان دي.
د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي پېښه تېره ورځ(یکشنبې د وري په ۳مه نېټه) له غرمې وروسته د یاد ولایت بالامرغاب ولسوالۍ کې شوې ده.
سیمه ییز چارواکي همداراز د پېښې څرنګوالي په تړاو وايي چې ځانمرګي بریدکوونکي هاموې موټر کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو ته د پوځ یوې اډې ته نېږدې چاودنه ورکړې.
د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.