Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بالامرغاب ولسوالۍ کې نښتې؛ د ملي پوځ ۲۰ سرتېري وژل شوي

د بادغیس ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ له یوې اوونۍ راهیسې جګړه روانه ده او اوس دغه ولسوالۍ طالبانو کلابند کړې ده.

د ځايي چارواکو په وینا، د دغې ولسوالۍ ټولې لارې د طالبانو لخوا تړل شوې دي او طالب اورپکي د دغې ولسوالۍ مرکز ته نږدې حضور لري.

سیمه‎ییز چارواکي وايي چې د یوې اوونۍ جګړې په لړ کې د ملي پوځ ۲۰ تنه ځواکونه او همدارنګه کابو ۲۰ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.

په همدې حال کې د بالامرغاب والسوال بیا وايي چې په یوې وروستۍ اوونۍ په لړ کې دغې والسوالۍ کې د ملي پوځ ۱۱ پوستې او ټولی د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د بالامرغاب ولسوال وارث څرګنده کړه:«د ملي پوځ ۱۱ پوستې او یو ټولی د طالبانو لاسته ورغلي، خو اوس سیمې ته تازده دمي ځواکونه رسېدلي دي. که‎چېرې پوستې پرځېدلې وي بېرته نه شي نیول کېدای،وضعیت به لا خراب شي.»

بادغېس کې یوه دولتي سرچینه وايي، تازه نښتو کې لس سرتېري وژل شوي او تر شلو زیات ملي او سیمه‌ییز پولیس له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د بالامرغاب ولسوالۍ قومي مشر ضیا‎الدین اکازی وايي:«بالامرغاب یوه ډېره حیاتي سیمه ده، که‎چېرې د طالبانو سلاس ته ولوېږي، له هغه ځایه به شمالي او لوېدیځې برخې تر ګواښ لاندې راشي.»

خو په بادغیس کې امنیتي ځواکونه وايي چې د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت عادي حالت ته ستون شوی او امنیتي ځواکونو د طالبانو په وړاندې د پاکونې او چاڼ په عملیاتو بوخت دي.

د بادغیس ولایت امنیه قومندان مل پاسوال خلیل الرحمان جواد په دې اړه وویل:«موږ په مشخصو سیمو کې عملیات کړي او اوس وضعیت عادي حالت ته راستون شوی. موږ کولای شو چې دښمن په هر ځای کې چې وي په نښه کړو.»

د پولیسو افسر حاجي ملا وویل:«موږ ټول تجهیزات لرو او کولای شو هم د شپې او هم د ورځې عملیات وکړو. امنیتي ځواکونه باید له کومې ستونزې سره مخ نه شي او موږ دښمن تعقیب کړو.»

له یوې اوونۍ زیات وخت وشو چې بالامرغاب ولسوالۍ کې جګړو زور اخیستی. په دې نښتو کې تر اوسه ۲۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغو په اړه هم کوم خبر نه شته چې طالبانو نیولي دي.

شریک یي کړئ