په بدخشان کې د زرو کان د ښویېدو په پایله کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په شپو کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې کارګران په کیندنې بوخت وو.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي چې د دغې پېښې د ټپيانو وضعیت نازک دی.