ټاکل شوې وه چې اختر محمد خیرزاده نن د بدخشان مرستیال والي په توګه معرفي شي، خو د بدخشان ولایت اوسېدونکو د هغه له معرفۍ سره مخالفت ښودلی.
هغوی وایي د بدخشان په زیاتو دولتي ادارو کې د نورو ولایتونو اوسېدونکي کار کوي.
د بدخشان د ځینو اوسېدونکو غوښتنه ده چې مرکزي حکومت دې د مرستیال والي څوکۍ لپاره یو بدخشانی معرفي کړي.
د بدخشان د علماوو شورا رییس سعدالله ابوامان وویل:«هر څوک چې پر موږ مقرروي، زموږ یو دې په یو ځای کې وګماري.»
د بدخشان د مدني ټولنې رییس سیف الدین سایس څرګنده کړه:«کله چې یو څوک له بهر د بدخشان د والي په توګه موږ اطاعت کوو، خو یو بدخشی باید په یوه بل ولایت کې والي وي.»
د بدخشان یو تن اوسېدونکی وحیدالله شیون وايي:«هغو کسانو چې په بل ځای کې ښه تجربه نه ده لرلې، باید موږ یې وزغمو، ولې؟»
بدخشانیان وايي، والي، مرستیال والي، امنیه قومندان، د لوا قوماندان، د ملي امنیت رییس، د ملي امنیت د رییس مرستیال، د امنیه قوماندان مرستیال، مستوفي، د محکمې رییس، د څارنوالۍ رییس، د عدليې رییس، د فواید عامې رییس، له نشهيي توکو سره د مبارزې رییس، د بشري منابعو رییس ځايي خلک نه دي.
بلکې د دوی په وینا بدخشان کې څو نورې دولتي څوکۍ هم شته د نورو ولایتونو خلک یې اداره کوي.
دغه راز، د بدخشان والي او نوی مرستیال والي نه غواړي چې د بدخشان د اوسېدونکو په غبرګون څه ووایي.