Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې یو ملا امام له طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیول شو

د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د فیض اباد ښار د اومې ناحیې د جوماتونو یو ملاامام له طالبانو سره د همکارۍ په تور ونیو.

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري وايي چې دغه ملا امام له طالبانو سره د همکارۍ په تور نیول شوی او له هغه څخه وسلې هم ترلاسه شوي دي.

نظري په دې اړه زیاته کړه:«د هغه راپور پر بنسټ چې ملي امنیت موږ ته راکړی، هغوی د جومات یو ملا امام له ترهګرو سره دهمکارۍ په تور نیولی او اوس دغه ملا له ملي امنیت سره دی او ترې څېړنې روانې دي.»

خو مولوي نورالحی د ځان پر وړاندې ټولې دغه ادعاوې ردوي.

هغه په دې اړه وویل:«زه د ماسپښین له لمانځه وروسته کور ته راغلم. د کتاب پر مطالعې بوخت وم، کله چې بیرون ته راووتم ومې لیدل چې د دولت عسکر راغونډ دي او وسله یې په لاس نیولې ده؛ نه پوهېږم چې وسله‎یې له کومه کړې- زما نه وه اوس زه محصل یم او همدارنګه د حضرت بلال جومات ملا امام هم یم.»

اخوا د بدخشان اوسېدونکي له مسوولو ادارو غواړي چې د طالبانو د نفوذ د مخینوی لپاره پر جوماتونو څارنه ولري.

د مدنې ټولنې فعال سمیع الله سیحون په دې اړه وویل:«واقعاً دا د اندېښنې وړ ده؛ جوماتونه چې د ښوونې او عبادت ځای دی، هغه ځایونه پر پوځي اډو بدل شوي دی.»

له دې سره د بدخشان اوسېدونکي همدارنګه له عدالي او قضايي بنسټونو غواړي چې د جومات پر دغه ملا امام قانون پلی کړي.

د بدخشان ځايي چارواکي وایي چې مولوي نورالحی د دولتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې له دوه میله وسلې سره نیول شوی دی.

شریک یي کړئ