Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ:طالبان د وېرې له خپرولو سره حکم چلوي

د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ په خپل نوي رپوټ کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د بشري حقونو پر محدودیت نیوکه کړې ده.

دغه رپوټ کې چې «تاسو د شکایت حق نه لرئ» تر نامه لاندې خپور شوی د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د روزنې، ټولنیزو محدودیتونو او عدالت برخې مسایل په کې راغلي دي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په دغو سیمو کې خلک د طالبانو پر اقداماتو، د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کېدو او د بیان ازادۍ او رسنیو باندې د شدیدو محدودیتونو د نیوکې، یا پوښتنې وس نه لري. 

په دې رپوټ کې د هغو کسانو ورځنی ژوند انځور شوی چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې شپې او ورځې تېروي. هغوی د روزنې، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي، رسنۍ او د بیان آزادۍ له محدودیتونو سره مخ دي.

د بشري حقونو د څاربنسټ د اسیا برخې مدیر پټریشیا ګاسمن وايي چې طالبان د وېرې له خپرولو سره پر خلکو حکم چلوي:«طالبانو تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې ځینې سخت محدودیتونه لګولي؛ خو د طالب چارواکو پر وړاندې اعتراض خلکو ته ډیر سخت او ګواښوونکی دی. داسې ښکاري چې، طالبان د ویرې په خپرولو سره حکم چلوي، پرته له دې چې ځواب ویونکي واوسي.»

د طالبانو ولکې لاندې سیمو کې په پراخته کچه د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو، د دې وېره رامنځه کړې ده چې دا ډله به د سولې په هوکړه لیک کې د بشري حقونو په اړه ژمنې عملي نه شي کړای.
 
د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو تر ولکې لاندې یوه سیمه انځور شوې.

دغه رپوټ په هلمند، کندوز او میدان وردګو کې د ۱۲۰ حضوري مرکو په ګډون له ۱۳۸ کسانو سره چې په کې طالب چارواکي، طالب قومندانان، طالب جنګیالي، ښوونکي، ډاکټران، مشران، زده کوونکي او سیمه ییز کارکوونکي شامل دي تر خبرو اترو وروسته جوړ شوی دی.

د دغه رپوټ پر بنسټ، سره له دې چې طالبانو په رسمي توګه ویلي چې، هغوی د نجونو د زده کړو مخالف نه دي؛ خو ډېر کم سیمه ییز طالب چارواکي په خپلو سیمو کې هغو نجونو ته اجازه ورکوي چې، له بلوغ وروسته هم ښوونځيو ته ولاړې شي؛ خو ځینې نور بیا په هېڅ صورت ښوونځيو ته د نجونو د تګ اجازه نه ورکوي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه