له ایران سره پر پوله د افغان کارګرو د وژنې په اړه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون څېړنې ښيي چې دغه کارګران د «ابراهیم خاني» سرحدي پوستې د ځواکونو له خوا چې د ایران په انتظامي ځواکونو پورې اړوند دي لومړی ربړولي او وروسته اړ کړي چې د خوندینې له هر ډول اوزارو پرته له سیند څخه تېر او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د افغانستان او ایران پر پوله د روان کال د غويي میاشتې دویمې د پېښې په تړاو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون څېړنې ښيي چې د ابراهیم خاني د سرحدي پوستې سرتېرو چې د ایران په انتظامي ځواکونو پورې اړوند دي؛ د شاخوا پنځوسو افغانانو له کړولو وروسته چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي؛ هغوی اړ کړل څو له هریرود سیند نه بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د دغه کمېسیون مسوولان وایي چې یو شمېر دغو سرتېرو پر افغان کارګرانو ډزې کړي دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د نشراتو او اړیکو رییس ذبیح الله فرهنګ وویل:«دوی ادعا کړې چې له ګواښ سره مخامخ شول. پر دوی د ابراهیم خاني سرحدي ځواکونو له خوا ډزې شوې دي او ویل شوي چې باید له پولې تېر شي.»
په دغه رپوټ کې د ایران سرحدي ځواکونه د پېسو پر اخیستو، ګواښولو او په افغان کارګرانو د ابراهیم خاني پوستې د شاوخوا د وښو پر پاکولو تورن شوي دي.
ښاغلی فرهنګ زیاتوي:«د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د بشري حقونو د دا ډول سرغړونکو سره جدي چلند وشي چې د داشان پېښو له تکرار څخه مخنیوی وشي.»
بل خوا حقیقت موندونکی پلاوی چې د دې پېښې د څېړلو لپاره ګومارل شوی و؛ وایي سره له دې چې د دغه پلاوي څېړنې پای ته رسېدلي دي خو تر اوسه د حکومت له لوري په دې تړاو هېڅ کار نه دی شوی.
د دغه پلاوي غړي ستار حسیني په دې اړه وايي:«د ایران دولت باید لومړی له افغانستان څخه بښنه وغواړي، وروسته د پېښې د ټولو عاملانو - پوله ساتونکو له نوم او له ټولو مشخصاتو سره له موږ سره دي - محاکمه شي.»
په کابل کې د ایران سفارت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي .
افغان وګړي هم د دغې پېښې پر جدي پېښې ټینګار کوي.
د کابل اوسېدونکی اسدالله وویل:«ولې دوی نه محاکمه کوي؟ او ولې پوښتنه نه کوي؟ او ولې یې زموږ له ځوانانو سره یې دا کار کړی دی.»
د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي دي چې د سرحدي ناندریو په تړاو د دواړو هېوادونو د کمیسارانو څېړنې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.
په دې پېښه کې دولس تنه هېوادوال په هریرود سیند کې ډوب او مړه شول او شاخوا شل تنه نور وژغورل شول.
د دغو افغان کارګرانو له ډلې اولس تنه تر اوسه تري تم دي.