د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په سنتي بازار کې د مرګونې پېښې څخه پنځه ورځې وروسته، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې طالبانو تراوسه د دغه بنسټ کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې دغه پېښه وڅېړي.
پنځه ورځې مخکې، په دغه سنتي بازار کې د هاوانونو د لګېدو په لړ کې، کابو ۳۰ تنه ولسي وګړي ووژل شول او ۳۴ نور پټيان شول. د ملګرو ملتونو سازمان وویل چې دا پېښه د افغانستان د امنیتي ځواکونو له خوا شوې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه پېښه پېچلې ده او طالبان باید د دغه بنسټ کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې دغه پېښه وڅېړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو او اطلاعاتو رییس ذبیح الله فرهنګ وايي:«موږ له طالبانو غواړو چې د بشري حقونو کارکوونکو ته زمینه برابره کړي؛ ځکه چې سیمه د طالبانو تر ولکې لاندې ده او له بلخوا هم کولای شي څېړنه او ارزونه وکړي او ثابته کړي چې د دغې پېښې عامل او یا عاملان د افغانستان امنیتي بنسټونه نه وو.»
سره له دې چې سیمه ییزو مسوولینو په دې اړه د څېړنو له پیله خبر ورکړی وو؛ خو لا تر اوسه د دغو څېړنو پایله روښانه شوې ده.
د ولسي جرګې غړی داوود ناصري څرګندوي:«دا موضوع د بښلو وړ نه ده. د یوه انسان وینه د ټولې نړۍ ارزښت لری، دا چې بیا په لسګونه ته شهید او ټپي کېږي. دا د اندېښنې وړ دی.»
دغه پېښه په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې رامنځته شوې؛ خو د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي په دې پېښه کې لاس لرل ردوي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان ولي محمد احمدزی وايي:«هغوی هېڅ ډول څېړنه نه ده کړې. ما د دغې پېښې په لومړیو ورځو کې هم وویل، اوس او وایم چې د هر ډول څېړنې لپاره ټولو ارګانونو ته حاضر یم چې ځواب ووایم.»
طالبان هم ملي اردو ځواکونه د هاوان پر توغولو تورنوي.
دغه پېښه ۵ ورځې مخکې هغه مهال د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې رامنځته شوه چې خلک په یوه دودیز بازار کې سره راټول شوي وو.