Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بشر حقونو خپلواک کمېسیون: ۲۰۱۹ز کال کې ۲۸۱۷ تنه مُلکیان وژل شوي

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون موندنې ښيي چې په ۲۰۱۹ ز کال کې ۲۸۱۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۹۵۵ تنه نور ټپيان شوي دي چې دا شمېر د تېر کال (۲۰۱۸ ز)په پرتله ۷،۲۳ سلنه کموالی ښيي.

دغه بنسټ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د دوام له اندېښنې سره وايي د دې سربېره چې سږکال د سولې خبرې اترې هم روانې وې، خو د ولسي وګړو لپاره خونړی کال وو. د دغو ۷۹۵۵ ټپيانو له ډلې شپږ زره او۸۱۷ سړي؛ ۹۷۴ ښځې او دوه زره او ۶۹۶ ماشومان دي.

په ۲۰۱۹ز کال کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له ټولګې ۷۱ سلنه د طالبانو په واسطه، ۵ سلنه داعش ډلې، ۱۴ سلنه د دولتي او د افغانستان دولت د نړیوالو ملاتړ په واسطه شوي دي. خو د ۹ سلنه ولسي وګړو د مرګ ژوبلې عاملان څرګند نه دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري په دې اړه وايي:«په ۲۰۱۹ز کال کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له ټولګې ۷۱ سلنه د طالبانو په واسطه، ۵ سلنه داعش ډلې، ۱۴ سلنه د دولتي او د افغانستان دولت د نړیوالو ملاتړ په واسطه شوي او د ۹ سلنه ولسي وګړو د مرګ ژوبلې عاملان نامعلوم دي.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون موندنې ښيي چې په وروستیو لسو کلونو کې ۲۸زره او ۹۷۹ ملکي وګړي وژل شوي او۵۷ زرو ۸۴۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

خو د دغه رپوټ ـ یوه برخه د ملګرو ملتونو له رپوټ سره په ټکر کې ده. ځکه یوناما رپوټ ورکړی دی چې د ۲۰۱۹ز کال په نهو میاشتو کې هوایي بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله ۲۸ سلنه زیاته شوې ده؛ خو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په رپوټ کې راغلي دي چې په هوایي بریدونو کې ۲۱ سلنه کموالی راغلی دی.

ښاغلي نعیم نظري زیاته کړه:«د جګړې له ټولو ښکېلو لورو غوښتل کېږي چې مُلکیانو ته زیان ونه رسوي. په سیسټماټیکه توګه د ولسي وګړو وژل او هغوی ته زیان رسول، د بشرپاله حقونو د موازینو په مطابق ممنوع او د جنګي جنایت دی.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند  نصرت رحیمي هم وايي:«د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې اصلي عاملان طالبان دي او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېری د دغو بریدونو عاملان په نښه کړي او له منځه وړي دي.»

منګل هغه کس چې په دوه پښو معیوب دی، په افغانستان کې د څو کلنې جګړې یو قرباني دی، د هغه پلار وایي چې د هاوان د ګولۍ د راپرېوتو له امله یې د زوی دواړې پښې پرې شوي دي.

د جګړې قرباني گل رحمان وايي:څ«که چېرې ارامي وای، که چېرې سوله وای، او که هېواد ارام وای، دغه ماشوم څه ګناه کړې ده او ولې داسې کېږي.»

په وروستیو کلونو کې افغانستان د پوځیانو او ملکیانو لپاره یو له تر ټولو مرګونو او خونړیو هېوادونو و . اوس سولې ته د رسېدو په هڅو سره هېوادول تمه لري چې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

په ۲۰۱۹ز کال کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له ټولګې ۷۱ سلنه د طالبانو په واسطه، ۵ سلنه داعش ډلې، ۱۴ سلنه د دولتي او د افغانستان دولت د نړیوالو ملاتړ په واسطه شوي دي.

شریک یي کړئ