Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بغلان ـ سمنګانو لارې نښته کې د څلورو افغان سرتېرو ژوند بایللی

د بغلان ـ سمنګانو پر لویې لارې له طالبانو سره نښتو کې څلورو افغان سرتېرو ژوند بایللی او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

سیمه ییز چارواکي نن(یکشنبې د چنګاښ په ۲۲مه نېټه) وايي نښتې تېره ورځ سهار بغلان ـ سمنګانو لویې لارې په باغ شمال او چشمه شیر پیل شوې او دغه لاره هم د څو ساعتونو لپاره د تګ راتګ لپاره تړلې وه او د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې ترڅنګ "د افغان ځواکونو څلور زغره وال هم سوځېدلي دي."

په همدې حال کې د جګړې کرښه کې پوځیان" نه همغږي او د مرستندویه ځواکونو کمښت د طالبانو د بریدونو  اصلي لامل بولي.‎"

د دې ترڅنګ د پوځ دریمې لوا قومندان، نبي الله نبي زاده څرګندوي چې په نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ته، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

پوځي چارواکو د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو نظر نه دی څرګند کړی.

د پوځي مسوولین وايي چې نښته کې طالب وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ