په بغلان کې د پولیسو چارواکي وايي چې نن (سېشنبې د مرغومې په ۲۶ مه) په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه طالب اورپکي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
د بغلان امنیه قومندان اکرام الدین سریع په دې اړه وايي چې غه عملیات نن ګهیځ د «البرز ۲۲» تر نامه لاندې بابهنظر او خلازي سیمو کې چې د پلخمري ښار په ډنډ شهاب الدین پای مومي، په لاره اچول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې جلال مشهور په خطرناک او جمعه ګل د طالبانو د دوه تنه قومندانان هم د وژل شویو په منځ کې دي.
هغه په د دغو عملیاتو د جزئیاتو په اړه نور څه ونه ویل.