Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې د جګړې دوام او دغه ولایت ته څو غځېدلو لارو بندېدل

بغلان ته د طلوع نیوز استول شوی خبریال سید‎شریف امیري نن (دوشنبه د وږي په ۱۱مه) وویل چې پلخمري ښار همدارنګه کلابند دی او دغه ښار ته د تګ راتګ لارې تړلې دي.

امیري وايي چې د یکشنبې پر شپه په ډېریو هغو برخو چې طالبان په کې حضور لري هوايي عملیات ترسره شول، خو طالبانو لاهم دشت کیله‎ګي، د دویم بند او د کندوز - تخار لارې تړلې دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د پلخمري په درې برخو کې طالبان ځپلي او هغوی د بغلان د سمنټو کارخونې سیمې ته چې له پلخمري ښار څخه لیرې دي په شاتمبول شوي او له دې ډلې د معدن دېوال سیمه پاکه شوې ده.

دغه وزارت د ۲۱ طالب اورپکو له وژل کېدو او ۱۳ تنو ټپي کېدو او د ۸ تنو له اسیر کېدو خبر ورکوي.

په ورته وخت کې، د بغلان په ولایتي روغتون کې وايي چې د څلورو مُلکیانو په ګډون اته مړي او د ۲۸ مُلکیانو په ګډون ۴۰ ټپيان دغه روغتون ته راوړل شوي دي. 

د طلوع نیوز خبریال زیاتوي چې د دغه ولایت ځينې اوسېدونکي د امنیتي ځواکونو د دفاع په ملاتړ وسلې پورته کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د ۲۱ طالب اورپکو له وژل کېدو او ۱۳ تنو ټپي کېدو او د ۸ تنو له اسیر کېدو خبر ورکوي.

شریک یي کړئ