Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې زورواکي یوه ۱۳ کلنه نجلۍ په زور خپل زوی ته نکاح کړې

یو پلار او مور وايي چې زورواکو په بغلان ولایت کې د دوی یوه اولس کلنه لور چې د یوه زورواکي له زوی سره واده کړی وه، له کوره شړلې او بله دیارلس کلنه لور یې په زور خپل بل زوی ته نکاح کړې ده.

دغه کورنۍ زیاتوي د دې سربېره چې دوی د بغلان ولایت ځايي امنیتي بنسټونو ته شکایت کړی خو هېچا د دوی شکایته رسېدنه نه ده کړې.

دغه مور او پلار چې اوس کابل ته د عدالت غوښتنې لپاره راغلي دي. د ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی عظیم د دغو زورواکو په ملاتړ تورن وي.

دوي وايي یوه زورواکي د تلې په شلمه لومړی د دوی اوولس کلنه لور خپل زوی ته چې رواني ستونزه یې لرله نکاح کړه خو یوه اوونۍ وروسته یې دوی خپل کور ته وروغوښتل او ورته وې ویل چې لور مو ناروغه ده او باید خپله دیارلس کلنه لور د دې کورنۍ بل زوی ته په بدو کې ورکړي.

د زیانمنې نجلۍ مور ثریا په دې اړه وايي:«ماته یې وویل ولې په کور کې ناسته یې، په بیړه خپله درېیمه لور موږ ته راکړئ او دا لور دې بوځه، ما وویل چې زما د څلورو نورو اولادونو زړونه به وچوي که زه خپله لور تاستو ته درکړم.»
دغه مور وایي زورواکو په زور د دوی دیارلس کلنه لور نیمه شپه د هغوی له کوره وایسته او نکاح یې کړه.

هغه زیاتوي:«لور مې په زور بوتله، لورکۍ مې ژاړي اوښکې یې بهېږي، وسله یې پر سر راکېښوده او لور مې په زور نکاح کړه، د مرمۍ په زور، د جومات امام نکاح نه کوله هغه یې د وسلې په زور اړ کړ چې نکاح وکړي.»

نوموړې زیاتوي د دوی زومانو او د هغوی د کورنۍ غړو یې مشره لور د واده په لومړۍ اوونۍ کې څو ځله وهلې ټکولې او خواړه یې نه ورکول او په زور یې له هغې وغوښتل چې ووايي ناروغه ده ترڅو یې کورنۍ بله لور په بدو کې ورکړي.
د زیانمنې کورنۍ مشره لور سویداد څرګندوي:«کله چې دوی زه بوتلم هلک لېونی و، ما شورماشور وکړ، اغا مرزا، سلطان نعمت راغلل او ماته یې وویل چې دا تورونه په ځان ومنه که دا تورونه ونه منې موږ تا وژنو.»

دغه کورنۍ د ولسي جرګې غړی عظیم محسني له هغو زورواکو په ملاتړ تورنوي چې د دوی له لوڼو سره یې تاوتریخوالی کړی دی.

د زیانمنو نجونو پلار غلام قادر وویل:«دغو مجرمانو ماته زنګ وواه چې موږ مشر لرو موږ په خپله ستا ماشوم تاسو ته سپارو خو زموږ مشر دا لارښونه کوي چې ځان په ګوتو مه ورکوئ او دا ماشوم هم مه ورکوئ چې تاسې هر یو ۲۰ تر ۳۰ کاله بندیان کېږئ.»

اخوا د ولسي جرګې غړی عظیم محسني دا تورونه ردوي خو دا مني چې په بغلان ولایت کې نامسووله وسله وال دا ډول کارونه کوي.

په ولسي جرګه کې د بغلان استازی عظیم محسني وايي:«زه اصلاً د دغې موضوع په جریان کې نه یم، زما لپاره دواړه لوري د کورنۍ د غړو حیثیت لري او زه وسله وال کسان نه لرم.»

د هېواد په شمال کې سیمه ییز زورواکي او ناقانونه وسله وال په ځلونو په جرمونو، د خلکو په ځورولو، باج اخیستو، تېري او وژنو تورن شوي دي. 
 
شریک یي کړئ