بغلان کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۹ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ورک دي.
یوه امنیتي سرچینه وايي طالبانو د پلخمري ښار په خواجه الوان سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید کړی.
په همدې حال کې یو شمېر سرچینې وايي پېښه کې ۱۶ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی، خو د بغلان پولیسو دا خبر نه دی تایید کړی.
د خواجه الوان سیمه د بغلان ـ سمنګانو پر لاره پرته ده.
د برید مسوولیت طالبانو منلی.