د بيلابيلو خبرونو له مخې بلخ او تخار ولایتونو کې د بېلابيلو پېښو په ترڅ کې ۱۰ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
بلخ لویې لارې د ساتنې قومندان، فواد صالح وایي، تېره شپه(سېشنبې د مرغومې په ۱۰مه نېټه) د بلخ ولسوالۍ په علم خېلو کلي کې یو شمېر طالب وسله والو د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړ چې په پایله کې یې ۸ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
هغه زیاتوي چې پوسته کې ۱۴ سرتېري وو او شپږو نورو ته یې زیان نه دی اوښتی.
همداراز د بل خبر له مخې تخار ولایت کې هم د افغان ځواکونو پر پوستې د برید په پایله کې د پوځ دوو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او یوه سیمه ییز پولیس او د پوځ یو سرتېری ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت وايي چې وسله والو تېره شپه په درقد لسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی.