Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لومړنی مرکز پرانیستل شو

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درمنلې لومړنی مرکز نن (سې شنبې د سلواغې په ۲۹مه) د بوعلي سینا بلخي په حوزوي روغتون کې پرانستل شو. 

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز چې د سرطان ناروغۍ د درملنې او همداراز د کرونا ویروس د تشخیص او درملنې مرکز د پرانیستلو لپاره مزارشریف ته تللی وايي له دې وروسته به په دغه مرکز کې په سرطان ناروغۍ د اخته کسانو درملنه وشي.

دغه مرکز د لس ناروغانو د بستر وړتیا لري.

ښاغلی فېروز وايي چې د دغه مرکز له پرانیستو سره څه باندې ۱۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو له تېښتې مخنیوی کېږي.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز په دې اړه زیاتوي:«دلته له درملو سره د درملنې زمنیه موجوده ده، د ساده عملیاتو زمینه برابره ده او همدارنګه د تشخیص زمینه هم موجوده ده.»

ډاکتر کفایت الله وايي:«ډېر پېچلي او پرمختللي ناروغان هم دي چې موږ هغوی ته درمل ورکړي او هغوی غوښتل چې هند ته ولاړ شي، خو موږ وویل چې دلته مو درملنه کېږي.»

له بلخوا د بلخ ولایت ځينې اوسېدونکي په مزارشریف کې د بوعلي سینا بلخي په حوزوي روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز له جوړېدو هرکلی کوي خو دوی پر هغه څه نیوکه کوي چې د ډاکترانو بې پامي یې بولي.

د بلخ اوسېدونکی محمد اسماعیل په دې اړه وايي:«له پرونه موږ چې راوستی تراوسه چا زموږ د ناروغ پوښتنه نه ده کړې.»

خو دعامې روغتیا وزیر وایي هڅه کېږي چې په ټول هېواد کې خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي. 

د سرطان ناروغۍ دغه تشخیصه او روغتیايي مرکز په داسې حال کې پرانیستل کېږي چې د سرطان ناروغۍ په ځانګړې توګه د تیو سرطان په هېواد کې زیاتوالی موندلی دی.

له دې مخکې هم د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې یو مرکز د هرات په حوزوي روغتون کې ګټې اخیستو ته سپارل شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر وايی چې هېواد کې هر کال ۲۰زره تنه د سرطان په ناروغۍ اخته کېږي چې له دې ډلې ۱۰ تر ۱۲ زره ته مړه کېږي.

شریک یي کړئ