Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د سینما لوبغاړي کېدو ته د ځوانانو لېوالتیا

بلخ کې سینمايي لوبغاړې صفیه عظیمي چې کابو یو کال کېږي خپل فعالیت یې په سینما کې پیل کړی، وايي هڅه کوي څو هېواد کې پر نامتو لوبغاړې بدله شي.

اغلې عظیمي هېواد کې د امنیت بد حالت او سینما ته په ټولنه کې په ښه سترګه نه کتل ستونزې بولي، خو هوډ لري چې له ستونزو سره مبارزه وکړي.

هغه وايي:«زموږ خلک فکر کوي، کله چې سینما ته د ننه کېږي، نور خبره خلاصه ده، او لاړ. خو اصل کې داسې نه ده، سینما ډېر ښه ځای دی.»

 بلخ کې سینمايي لوبغاړی، عبدالرووف ابراهیمي یو دېرش کاله عمر لري او وايي کابو دولس کاله په سینما کې پر کار بوخت دی.

هغه په خپل هنري ژوند کې په دولسو فلمونو کې رول ادا کړی دی.

ښاغلی ابراهیمي د امنیت ناسم حالت ستونزه بولي:«زموږ او تاسي لپاره امنیت اړین دی، باید چې زموږ مشران دې ته پام وکړي څو زموږ امنیت ونیسي. دا یوه لویه ستونزه ده.»

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي په دغه ولایت کې له سلو زیات سینمايي لوبغاړي ژوند کوي، خو کابو نیمايي یې په سینما کې خپل کار پېښي دی.

 د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، صادق سرمست زاده په دې اړه وايي:«د دغه ولایت دېرش تر څلویښت تنو هنرمندانو دا ولایت او کار پرېښی او تللي دي. یو شمېر یې هم دې ولایت کې ژوند کوي، خو مسلک یې بدل کړی، ټکسي چلوي او یا نور کارونه کوي.»

بلخ کې سینماګران وايي چې د فلمونو نندارې لپاره د صالون نشتوالی لامل شوی چې اثار یې نا لیدلي پاتې شي، خو د بلخ ولایت اوسېدونکي هم د افغاني فلمونو لیدو لېوالتیا لپاره خبرې لري.

د مزارشریف ښار اوسېدونکی، دوست محمد وايي:«په دې خوشاله یوو چې زموږ د هېواد فرهنګ وده کوي. طبعآ افغاني فلمونه د هېواد د کورنیو پېښو ښکارندویي کوي.»

له دې ټولو سره سره بلخ کې سینماګران وايي چې په لوړ کیفیت سره د کورنیو تولیداتو لپاره سره یو کیږي.

سینمايي لوبغاړې صفیه عظیمي د سینماګرانو پر وړاندې ناسم امنیتي حالت او ناوړه دودنه ستونزې بولي

شریک یي کړئ