Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې د طالبانو د یوه مهم قومندان وژل کېدل

د بلخ پولیس وايي په چهاربولک ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې د بدر په نامه د طالبانو یوه مهم قومندان په ګډون ۲۵ طالب وسله‎وال وژل شوي دي.

د بلخ د امنیت آمر، جنرال عبدالرزاق قادري نن(پنج‎شنبې د مرغومې په ۲۰مه نېټه) وايي له څو ورځو راهیسې په چهاربولک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښتې روانې دي.

دی زیاتوي چې په دې نښته کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې طالبان ادعا کوي چې افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې او درې زغره وال ټانکونه یې سوځولي دي.

د بلخ پولیس تاییدوي چې له طالبانو سره په نښته کې څلور افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او  څلور نور ټپیان شوي دي

شریک یي کړئ