د بلخ پولیس وايي چې پر نظام الدین قیصاري پورې ۱۲ تنه اړوند کسان یې چې د ولسي جرګې د پخواني غړي د محمد فرهاد عظیمي له کوره د اډې په توګه استفاده کوله، بیرون کړي دي.
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه وايي چې نن غرمه(شنبې د لیندۍ ۲۳مه) د بلخ پولیسو د دې لپاره چې پر قیصاري پورې اړوندو کسانو په ایستلو کې کوم تاوتریخوالی رامنځته نه شي، هوايي ډزو ته اړ شو. هغه وايي چې په دغې پېښه کې هېچا ته زیان نه دی رسېدلی.
دا پېښه د مزارشریف ښار د نهمې حوزې په اړوند کارته زراعت سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بلخ پولیس وايي چې د ولسي جرګې پخواني غړي فرهاد عظیمي او د جمعیت اسلامي ګوند غړي او د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د جنبش ګوند مشرتابه غړي نظام الدین قیصاري ترمنځ پر دغه کور حقوقي دعوا موجوده ده، او دا کور به د پولیسو په واک کې وي.