د بلخ ځينې اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د خدماتو له بندېدو سره هغوی له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
اته ورځې کېږي چې په بلخ کې د خصوصي مخابراتي شبکو خدمتونه بند شوي دي او یوازې یوه دولتي شبکه «سلام» په دغه ولایت کې مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي.
د بلخ یوه اوسېدونکې زلیخا وايي درې ورځې کېږي چې د سلام سیم کارټ د اخستو لپاره مزار شریف کې یو پلورنځي ته راځي. وايي، یو زوی یې سرتېری او بل زوی یې بیا له هېواد د باندې دنده لري، خو نږدې یوه اوونۍ کېږي چې د برخلیک په اړه یې خبر نه لري.
د مزار شریف اوسېدونکې زلیخا زیاته کړه:«یو زوی مې عسکر دی، په سنګر کې دی او بل زوی مې په ایران کې دی، دلته راغلې یم څو سیم کارټ واخلم او د هغوی له احواله خبره شم ځکه چې اختر نږدې دی. خو سیمکارټ نه راکوي له ډېر تګ راتګه ستومانه شوې یم.»
محمد نظر د فاریاب اوسېدونکی دی، خو مزار شریف کې دنده لري. دی وايي، له هغې ورځې چې دې ولایت د مخابراتي شبکو فعالیت بند شوی دی، د خپلې کورنۍ په اړه مالومات نه لري.
نږدې یوه اوونۍ کېږي چې مزار شریف کې د حکومت له خوا د مخابراتي شرکتونو فعالیت بند شوی دی. چارواکي وايي، د شبکو فعالیت یې ځکه ور بند کړی دی چې شبکې له طالبانو سره لار لري. اوس د مزار شریف اوسېدونکي د سلام سیم کارټ د اخستو لپاره د دې شرکت څانګو ته ورځي.
د خصوصي شبکو فعالیتونه هغه مهال مزار شریف کې د حکومت لهخوا بند کړل شول چې دې شرکتونو شپه مهال د ګواښونو له کبله خپلې چارې ودرولې.
د بلخ د مخابراتو ريیس محمد تقی پویا وايي تر هغې چې دغه شرکتونه ژمنه ونه کړي چې په ۲۴ ساعته توګه فعالیت کوي، هغوی ته به د فعالیت اجازه ورنهکړل شي.
هغه زیاتوي:«د همدې ستونزې په اړه بحثونه روان دي. او تر هغې دا بهیر دوام پیدا کوي چې دی ژمنه ونه کړي. کهچېرې ژمنه وکړي چې په څلرېوشت ساعته توګه فعالیت کوي، والي به لارښونه وکؤي چې شرکتونه پرانیستل شي.»
که څه هم و نه توانېدو چې په دې اړه بلخ کې د مخابراتي شرکتونو نظر واخلوو، خو چارواکي بیا وايي، دا شرکتونه د خپلو شپني فعالیتونو په درولو سره دښمن سره مرسته کوي او له همدې کبله یې باید ورځني فعالیتونه هم بند کړي.
په دې اړه مو اندونه