داسې رپوټونه رارسېږي چې د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د ملي پوځ د کومانډو یوې قطعې ته نږدې موټر بم چاوده شوې ده.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چې تراوسه د دغې پېښې له امله د ځاني او مالي زیان په هکله کره معلومات په واک کې نشته.
ورته مهال په دغه ولایت کې یوه امنیتي شرچینه د دې پخلی کوي چې په دغې چاودنه کې د کومانډو یو سرتېری او او یو ولسي وګړی وژل شوي او د یوه کومانډو په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.
مزارشریف کې د بوعلي سینا بلخي روغتون مسوولان وايي چې تراوسه دغه روغتون ته شپږ ټپيان چې درې یې ماشومان او دوه یې مېرمنې دي راوړل شوي دي.
له دې ډلې د دوه ټپيانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
په روغتون کې سرچینه وايي چې د دغې پېښې ځینې ټپيان تراوسه روغتون ته نه دي رارسېدلي.
د ملي دفاع وزارت هم د دغې پېښې پخلی کوي او وايي چې په دغه برید کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپيان دي.
دغه وزارت همدارنګه کومانډويي ځواکونو د یوه سرتېري د وژلو پخلی هم کوي.
طالب ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
په دې اړه مو اندونه