طلوع نیوز ته سرچینې وايي، د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو موټربم برید شوی چې په پایله کې ۱۰ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.
برید نن پنجشنبې(د مرغومې په پنځمه نېټه) د بلخ ولسوالۍ په بنګاله اډې شوی او له کبله یې ۷تنه نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د هېواد ملي دفاع وزارت بیا د خبرپاڼې په خپرولو سره د برید پخلی کوي او زیاتوي چې په ترڅ کې یې ۶افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۳ نور ټپيان دي.
یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي زیاتوي چې برید د یوه زغره وال موټر په مرسته شوی دی.
همداراز د بلخ د والي ویاند، احمدمنیر فرهاد وايي چې تېره شپه په بنګاله پل سیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.