په بلخ ولایت یوې څلور څلوېشت کلنې ښځې هغه څه چې د خواښي ظلم بولي، له امله ځان ته اور ورته کړی دی.
دا مېرمن لیلما نومیږي او وايي چې د خواښې له لوري د تاوتریخوالي له امله یې ځان ته اور اچولی دی.
لیلما وايي:«خواښې مې یوه ورځ ووهلم، د ډولچې په واسطه یې پر سر ووهلم چې لا یې هو داغ پاتې دی. »
یوه دوه او یوه پنځه کلنه لوڼې لري دوی د مور له منځه تلو اندېښمن کړي دي. دغه ښځه د ځان او ماشومانو پر وړاندې د مېړه د کورنۍ د غړو د بې پروايۍ له امله شکایت کوي.
دا زیاتوي:« زه یې له کوره بهر نه پرېښودم، خواښي مې چې هرڅه ویل، مېړه مې هم بې عقلي کوله او منل یې، که یې ویل ورته چې ویې وهه نو هماغه کار به یې کولو.»
اخوا مور او پلار یې د هغې له دې کاره حیران شوي او د دې دوسیې د ارزولو غوښتنه کوي.
د سوځېدلې مېرمنې پلار، ګلزار څرګندوي:« خواښې یې سوځولې ده، خپله یې او یا یې مېړه، موږ خبر نه یوو، زه کابل کې وم، نن سهار راغلم.»
همداراز د بلخ ولایت په روغتون کې د سوځېدلو څانګې مسؤول، معراجالدین معراج په دې اړه وايي:« د سوځېدو سلنه یې زیاته ده، ۹۰ سلنه ده، سوځېدل یې درېیمه او دوهمه درجه ده، حالت یې خراب دی.»
په ورته مهال د بلخ د ښځو چارو رئیسه، شهلا حدید په تېرو پنځو میاشتو کې د کورني تاوتریخوالي له امله یې د ځان سوځونې درې دوسیې ثبت کړي دي، چې د تېر کال په پرتله یوه سلنه زیاتوالی ښيي.
دا په د اسې حال کې ده تېره شپه(چهارشنبې د وږي۷مه) د شریفې په نوم یوې ۲۲ کلنې جلۍ د هغې له خوښې پرته کوژده کولو له امله د زهرو په خوړلو ځان وژنه کړې ده.