Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلخ کې ۱۶ تنه د طالبانو له بنده ازاد کړی شول

د بلخ د والي ویاند، منیر فرهاد وايي چې طالبانو دغه ولایت کې د افغان حکومت ۱۶ بندیان ازاد کړي دي.

دی زیاتوي چې ازادو شویو کسانو کې د پوځ، ملي او سیمه ییزو پولیسو غړي شامل دي او درې  وروستیو کې کابو ۴۰ تنه بندیان بلخ کې له بنده ازاد شوي دي.

د ښاغلي فرهاد په وینا:«دریوو پړاونو کې موږ د ۴۰ بندیانو د ازادولو شاهدان یوو بلخ کې.»

ښاغلي فرهاد همداراز د بلخ له بندخونې د ۸ طالب بندیانو له ازادولو هم خبر ورکړی دی.

ازاد شوي بندیان چې هر کوم یې له یوه تر دوو کاله عمر بند کې تېر کړی، له حکومته د سولې تامین غوښتنه کوي.

دوی زیاتوي چې طالبانو په بېلابېلو ولسوالیو کې ساتلي دي.

د سیمه ییزو پولیسو ازاد شوی غړی، محمدنور وايي:«کله چې له دندې د بلخ ولسوالۍ غلام جان کلي ته د کور پر لور روان وم، له ځانه سره مې وسله نه درلوده، طالبان پیدا شول او زه یې بوتلم.»

د پوځ سرتېری، سیداحمد وايي:«له دندې مې رخصت اخیستی وو، طالبانو راپور درلود او لاره کې یې ونیووم، اووه میاشتې په بند کې وم.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ دوحه کې د سولې هوکړې له مخې تر اوسه طالبانو ۸۶۱ او افغان حکومت د یادې ډلې ۴۲۵۰ بندیان ازاد کړي دي.

د بلخ د والي ویاند وايي ازادو شویو کسانو کې د پوځ، ملي او سیمه ییزو پولیسو غړي شامل دي

شریک یي کړئ