د بنګله دیش پلازمېنې، داکه کې په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدو له کبله ۷۰ کسان ووژل شول.
ویل کېږي چې د اور لګېدو له کبله لسګونه نور ټپيان دي.
اور تېره شپه(چهارشنبې د کب په لومړۍ نېټه) یوې څو پوړیزې ودانۍ کې پیل شوی او ډېر ژر نورو پوړونو هم اور اخیستی دی.
د بنګله دیش د اوروژنې ادارې چارواکو څرګنده کړې چې اور د ګازو د یوې ډبې د چاودنې له کبله رامنځته شوی دی.
بنګله دیش له هغو هېوادونو دی چې کارخونې او ودانۍ یې د اور پر وړاندې د ایمیني معیاري سیستم نلري.
بنګله دیش د اور لګېدنې وروستۍ پېښه کې چې د کالیو ګنډولو په یوه فابریکه کې اور لګېدلی وو، کابو سل کسان وژل شوي وو چې ټولې یې ښځې وې.
همداراز په ۱۳۸۹ کال کې هم د داکه په یوې زړې برخې کې د اور لګېدو له کبله ۱۱۶ کسان وژل شوي وو.