Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو ځواکونو په ۲۰۱۷ کې په افغانستان ۴ زره بمونه غورځولي

د امریکا متحده ایالاتو د شمېرو له مخې، د دغه هېواد ځواکونو په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو او نورو ترهګرو پر پټن‎ځایونو ۴ زره بمونه غورځولي دي.

 له دې شمېر سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په پرتله دوه برابره زیاتوالی موندلی دی.

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ۴ زره هوايي بریدونو له ډلې د ورځې پنځلس هوايي بریدونه یې له افغان دولتي ځواکونو سره په ګډه د افغانستان په سوېل کې ترسره کړي دي.

  د پرېکنده ملاتړ ماموریت د عامه اړیکو رییس ټوماس ګریسبک په دې اړه وویل:« په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې هوایي بریدونه د پام وړ زیات شوي او اصلي عامل یې د ولسمشر ټرامپ له‎خوا د سوېلې اسیا لپاره د نوې پوځي تګلارې لاسلیک دی،  دا تګلاره موږ ته اجازه راکوي ترڅو په هر ځای کې چې طالبان او د داعش خراسان څانګه وي ولاړ شو، زموږ په ګډون کې بدلون راغلی موږ له خپلو افغان همکارانو سره په

اخوا د ناټو سر منشي یو وار بیا ډاډ ورکوي چې نړیواله ټولنه اجازه نه ورکوي چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرو پر امن پټنځای بدل شي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ څرګنده کړه:« د ناټو غړي هېوادونه او زموږ همکاران په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لپاره درې زره نور روزونکي زیاتوي، ترڅو افغانستان د نړیوالو ترهګرو پر پټن‎ځای بدل نه‎شي. افغانستان موږ ته دا موضوع ښودلې چې مخنیوی له لاسوهنې څخه ښه دی.»

اخوا د امریکا متحده ایاالات وايي چې په روان کال کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه هغوی ته نورې جنګي الوتکې هم سپاري.

دم‎ګړۍ، د افغانستان څه باندې ۲۰ ولایتونه ناامنه دي او د بېلابېلو ولایتونو کابو ۱۴ ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي.

د دې سربېره، په دې وروستیو کې طالبان د فراه ښار شاوخوا ته رارسېدلي او کندز ولایت هم د نشتو شاهد دی.

د امریکا متحده ایالاتو د ملي پوځ چارواکي وايي چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په پرتله دوه برابره زیاتوالی موندلی دی.

شریک یي کړئ