Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بهرنیو چارو زوارت کې د اصلاحاتو راوستو لپاره د ارګ هڅې

ولسمشر غني په هغې لیدنه کې چې تېره ورځ ماښام (شنبې د لړم په ۱۱مه) د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست ادریس زمان او د دغه وزارت له مرستیالانو سره لرله، په دغه وزارت کې د اصلاحاتو د راوستو غوښتونکی شو.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې په دغې غونډه کې ولسمشر غني همدارنګه د افغانستان د ټولو سفارتونو د ودانیو د بیارغونې د پروګرام د چمتووالي غوښتنه وکړه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي:«د افغان حکومت او د افغان ولسمشر لیدلوری دا دی چې دغه بنسټ د افغانستان د بهرنيو سیاستونو د چلوونکي په توګه ډېر فعال او د دغه بنسټ او زموږ د سیاست ډېر تمرکز د اقتصاد په لور وي او اقتصاد چورلیزه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه اوونۍ مخکې صلاح‎الدین رباني د بهرنیو چارو له وزارته استعفا ورکړه او ولسمشر غني، د دغه وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان د دغه وزارت د سرپرست په توګه تعیین کړ.

ورته‎مهال ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې ګران هېواد د بهرنیو چار وزارت د ویاند په توګه ګومارل شوی دی.

اخوا د بهرنیو چارو زوارت نوی ویاند چې نن له غرمې وروسته له صدیق صدیقي سره په یوې ګډې خبري ناسته کې حضور پیدا کړ وایي چې دوی به تر ډېره  اصلاحاتو؛ د سمو ګومارنو څرنګوالي او د سیمه‎ییزو همکاریو په پراختیا کې د بهرني سیاست رول ته پاملرنه وکړي.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي:«د نړیوال سیاست په برخه کې د فعالې دپيلوماسۍ د ښه کیفیت رامتځته کول، په نړیوالو بنسټونو کې به دوه او څو اړخیزو اړیکې وي. په څو اړخیزو اړیکو کې، د سیمه‎ییزو اقتصادي همکاریو پراختیا، د سمیې په کچه د سوداګرۍ او ټرانسپورټ پراختیا... د بهرنیو چارو وزارت د ماموریت اساسات جوړوي.»

د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوی ویاند په داسې حال کې ټاکل کېږي چې څه موده وړاندې صبغت احمدي د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د هغه څه په غبرګون کې چې نامسووله څرګندونې یې وبللې له دندې لرې کړای شو .

شریک یي کړئ