د بهرنیو چارو وزارت یو رسمي لیک ښیې چې د دغه وزارت سرپرست په ایټالیا کې خپلو ډیپلوماټانو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی چې هېواد ته راستانه شي.
طلوع نیوز ته سرچینې وايي، د بهرنیو چار وزارت دا کار ایټالیا کې د افغانستان سفیرې، هلنا ملکیار او افغان ډیپلوماټانو ترمنځ له شخړې وروسته شوی دی.
تر اوسه پورې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دغې پرېکړې په تړاو څه نه دي ویلي، خو د بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړه بې مخینه ده او روښانه نه ده چې دغه پرېکړه به روم کې د افغانستان حضور باندې څه اغېره ولري.