ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۴مه) د اجراییه رییس د حکم په غبرګون کې وايي چې بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوستل حتمي او د ولسمشر له واکونو دي.
له هغي وروسته چي اجراییه رییس د ولسمشر لخوا د بهرنیو چارو د نوي سرپرست د ګومارلو او له هېواده بهر په سیاسي استازولیو کې د ګومارنو او لیرې کولو په غبرګون کې په یوه حکم کې د دغه بهیر د درولو غوښتنه وکړه؛ اوس ارګ وايي د قانون پر بنسټ د کسانو ګومارل او ګوښه کول د ولسمشر صلاحیت دی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«د افغانستان په حکومت کې د اساسي قانون پر بنسټ، واکونه څرګند دي او د افغانستان د حکومت په مشرۍ کې ولسمشر دا واک لري چې کسان چېرته وګوماري او له کومه ځایه لیرې کړي.»
خو عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په ناسته کې ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو تر وروستي کېدو به ملي یووالي حکومت پرخپل ځای وي او باید یو اړخیزې پرېکړې ونه شي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله څرګندوي:«د ملي یووالي حکومت په اړه به ډېر بحث نه کوم خو یوازې دومره اعلان وم چې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلانه ملي یووالی حکومت شته.»
اجراییه ریاست وايي د سپيدار او ارګ ترمنځ جنجال زیات شوی او د دغه وضعیت دوام د منلو وړ نه دی.
د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي وايي:«له بده مرغه د کابینې وروستۍ غونډې چې په ارګ کې وشوې په هغه کې اجراییه رییس او مرستیالانو ته یې بلنه ورنه کړل شوه او دا د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک پر خلاف کړنه ده.»
له بلخوا د حقوق پوهانو ټولنه د کسانو ګوښه کول او ګومارل او د ارګ او سپيدار ترمنځ وروستي اختلافات د همغږۍ د نشتوالي او ملي واکمنۍ ته د سپکاوي له امله ګڼي.
د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان الدین مصباح په دې اړه زیاتوي:«د ملي یووالي حکومت سپکاوی دی چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو له خوا کېږي او له بلخوا په خپل منځ کې د سیاسي ژمنو تر پښو لاندې کول دي.»
د ارګ او سپیدار ماڼیو ترمنځ جنجالونه د بهرنیو چارو له وزارته د صلاح الدین رباني له ګوښه کېدو او د اصلاحاتو د طرحې له پيلېدو وروسته چې له مخې یې ځينې ډیپلوماټان له بهرنیو هېوادونو رابلل شوي، رامنځته شول چې اجراییه ریاست یې سیاسي چلند بولي.