Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بګرام کې له برید وروسته دوحه کې خبرې د لنډ مهال لپاره ځنډول شوي

پر بګرام پوځي اډې د طالبانو له بریده دوې ورځې وروسته په دوحه کې مرکچي پلاوي د لنډمهال لپاره د خبرو له درولو خبر ورکوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپل تویټر پر پاڼه لیکلي دغه مذاکره د لنډې مودې لپاره درول شوې څو طالبان وکړای شي له خپلو مشرانو سره د مهمو بحثونو په اړه سلامشورې وکړي.

هغه همدارنګه لیکلي دي چې د طالبانو له استازو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي هغې سولې ته چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده باید لېوالتیا وښيي.

ښاغلي خلیلزاد له طالب استازو سره په لیدنه کې ویلي د دغه برید په اړه یې خپله اندېښنه بیان کړې ده.

هغه وايي:«طالبان باید وښيي چې لېوالتیا لري او کولای شي د افغانانو غوښتنې ته چې سوله ده ځواب ووایي، موږ لنډه وقفه اخلو ترڅو طالبان وکولای شي د مهمو بحثونو په هکله له خپل مشرتابه سره مشوره وکړي.»

طالبانو ته نږدې سرچینې وايي د طالبانو استازي به له خپلو مشرانو سره په کتنه کې د سولې د هوکړې په صورت کې د اوربند د څرنګوالي، د تاوتریخوالي د کمښت او د افغانانو ترمنځ د خبرو په اړه مشورې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي د امریکا له استازو سره د دغې ډلې شپږ ورځنۍ خبرې رغنده وې.

له طالبانو سره د امریکا د استازو د سولې خبرې له درېیو میاشتو ځنډ وروسته د لیندۍ په شپاړسمه په قطر کې یو ځل بیا پیل شوې او شپږ ورځې یې دوام وکړ.
 
زلمي خلیلزاد د خپل تویټر پر پاڼه لیکلي دغه مذاکره د لنډې مودې لپاره درول شوې څو طالبان وکړای شي له خپلو مشرانو سره د مهمو بحثونو په اړه سلامشورې وکړي.

شریک یي کړئ