د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ په "طاهري ها" کلي د طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې نهه تنه ماشومان وژلي کړي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د کورنیو چارو وزرات د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې دغه چاودنه نن سهار (شنبې د لړم په ۱۱مه) هغه مهال رامنځته شوه چې زده کوونکي د ښوونځي په لور روان وو.
اخوا په درقد ولسوالۍ کې د «ابوذر غفاري» ښوونځي ښوونکو وايي چې وژل او ټپي شوي ټول ماشومان د نوموړي ښوونځي زده کوونکي دي.
کهڅه هم د کورنیو چارو وزارت د دغې پېښې پړه پر طالبانو اچوي، خو نه طالبانو او نه هم کومې بلې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت منلی دی.