د تخار ولایت امنیتي چارواکي له حکومت پلوه ځواکونو سره نښته کې د طالبانو د یوه مهم قومندان، عبدالله کچر له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند، خلیل اسیر نن(پنج شنبې د غويي په ۲۵مه نېټه) وايي چې تېره شپه یوې ډلې طالبانو غوښتل چې له فرخار ولسوالۍ نه د نمک اب ولسوالۍ ته ولاړ شي او په لار کې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو له کمین سره مخامخ شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې ښته کې عبدالله وژل شوی او ملګري یې تښتېدلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.