Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تخار کې نوې‎ناوې او لېور یې د پولیسو په ډزو کې وژل شوي

د تخار ولایت امنیتي چارواکي (سې‎شنبې د کب۸مه) وايي چې تائیدوي چې یوه تازه واده شوې ښځه او د مېړه ورور یې د پولیسو ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

د یاد ولایت امنیه قومندان، خلیل اسیر څرګندوي چې پېښه یک‎شنبې د کب پر ۶مه د مرکز تالقانو درېیمې حوزې سیمه کې شوې.

دی زیاتوي پېښه هغه‎مهال رامنځته شوې چې پولیسو په سیمه کې د یوه کس مړی موندلی او سیمه د کلابندۍ لاندې وه چې زیانمنه کورنۍ د زرنج موټر په مرسته له سیمې تېرېده او د پولیسو دریدو اشارې ته پام نه دی کړی او له سیمې تښتېدل، خو پولیسو پرې ډزې کړې دي.

ښاغلی اسیر زیاتوي چې په دې ډزو کې د ناوې خواښې هم ټپي شوې ده.

د تخار امنیه قومندان وايي چې د پېښې په تور پنځه تنه پولیس سرتيري نیول شوي دي.

د تخار ولایت د پولیسو چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکز تالقانو کې د پولیس ځواکونو ډزو په ترڅ کې یوه نوې ناوې او د مېړه ورور یې ژوند له لاسه ورکړی

شریک یي کړئ