Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر راتلوونکو درې ورځو به جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شي

د ملي جنبش ګوند غړي وايي چې ټاکل شوې ده تر راتلوونکو درې ورځو په جوزجان ولایت کې د ځانګړو مراسمو په لړ کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شي.

د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق وايي چې په دغو مراسمو کې ولسمشر غني ته هم بلنه ورکړل شوې ده، تراوسه څرګنده نه ده چې ایا ولسمشر به ګډون وکړي او که نه.

ښاغلی قرلق همدارنګه زیاتوي چې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د ګوندونو مشرانو، د ملي شورا غړو او د ځينو نړیوالو هېوادونو استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده چې په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.
 
هغه زیاته کړه:«د مارشالۍ ربتې له ورکړې وروسته، حتما په یوه مناسب فرصت کې جناب مارشال صاحب به کابل ته چې د دفتر او نورو څیزونو لپاره تابیاوې په پام کې نیول شوي - راشي.»

تمه کېده چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي دوستم د مارشالۍ فرمان په رسمي توګه په ځانګړو مراسمو کې په کابل کې ورکړي، خو دا فرمان په رسمي توګه خپور نه شو او د هوکړه لیک له لاسلیک کېدو نژدې یوه میاشتې وروسته په رسنیو کې خپور شو.
        
د ولسي جرګې غړی خالد اسد وايي:«دا اصلاً د نظام په وړاندې ملنډې وهل دي! لومړی یې د مارشالۍ رتبه نه ورکوله، خو کله چې ورکړل شوه، هر څه خپل شرایط لري.»

پخواني پوځیان وایي چې مارشالي تر ټولو لویه پوځي رتبه ده او باید د ولسمشر له لوري چې هېواد د وسله وال ځواک سرقوماندان دی، په کابل کې په ځانګړو مراسمو کې ورکړل شي.
   
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند څرګندوي:«د مارشالۍ رتبه د ولسمشر له خوا - چې د پوځي ځواک سر قومندان دی منظورېږي او په شانداره محفل کې چې په هغه دې دفاع وزارت مشران او د اردو جنرالان ګډون ولري، ورکول کېږي.»
            
د ولسي جرګې غړی اقبال صافی هم زیاتوي:«د مارشالۍ رتبه یوه فوق العاده پوځي رتبه ده چې د ولسمشر یا د وسله وال ځواک سرقومندان له خوا ورکول کېږي او د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا ځانګړي تشریفاتي مراسم باید ونیول شوي.»

په دې لړ کې ځينې حقوق پوهان وایي چې د ولسمشر فرمانونه قانوني ارزښت لري او  باید په رسمي توګه اعلان شي.

حقوق پوه وحیدالله فرزه يي وايي:«هغه تشریفات چې د یوه هېواد د مارشال لپاره نیول کېږي باید ونیول شي خو د دا ډول تشریفاتو نه رعایت فکر کوم چې د مارشالۍ رتبې ته سپکاوی دی او همدا سپکاوی د ولسمشر فرمان ته هم دی.»

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې تړاو څه نه وایي، خو د سیاسي هوکړه لیک له مخې ولسمشر غني په یوه فرمان کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړې ده.

تمه کېده چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي دوستم د مارشالۍ فرمان په رسمي توګه په ځانګړو مراسمو کې په کابل کې ورکړي.

شریک یي کړئ