Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تیفا:ټاکنې په یوې سیاسي سناریو بدلې شوې دي

د افغانستان د رڼو ټاکنو د څار بنسټ حکومت د ټاکنیزو کمېسیونونو د مالي خپلواکۍ په اخیستو تورنوي. او وايي چې ټاکنې د سیاستوالو او همکارو بنسټونو ته په یوې سیاسي سناریو بدلې شوې دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د یوه رپوټ موندنې ښيي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو غړو د کار له پیل څخه د دوو میاشتو په تېرېدو سره د دغو کمېسیونونو کارونه په پڅه په مخ ځي او هغوی د مالي پلوه په حکومت پورې تړلي دي او حتا نه شي کولای چې د ولسمشر له اجازې څخه پرته پیسې ولګوي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ اجرائيه رییس نعیم ایوزاده وايي:«ټاکنې سیاستوالو او همکارو نبسټونو ته په یوې سیاسي سناریو بدلې شوي،په داسې حال کې چې تخنیکي همکاریو ته اړتیا ده.»

د تیفا د رپوټ له مخې د ټاکنیزو کمېسیونونو پخوانیو کمېشنرانو د دغو کمېسیونونو ټول امکانات او امتیازات له ځان سره وړي خو د ټاکنیزو کمېسیونونو پخوانیو غړو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

·         په حکومت پورې د ټاکنیزو کمېسیونونو د مالي خپلواکۍ تړاو

·        له وخته مخکې او رڼو ټاکنو ترسره کولو ته د حکومت بې پامي

·        د ټاکنو له ترسره کېدو د مالي او تخنیکي ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د پریکړې نه روښانه کېدل

·        او د ټاکنو له تخنیکي بهیر سره د یو شمېر محدودو کمېشنرانو سیاسي چلند

د تیفا لخوا په هېواد کې د رڼو انتخاباتو په وړاندې ننګونې بلل کېږي.

حکومت په دې اړه له موږ سره کوم نظر نه‎شریکوي.

په پخوانیو کمېشنرانو د غلا تور

د تیفا د رپوټ د موندنو پربنسټ،د ټاکنیزو کمېسیونونو پخوانیو کمېشنرانو د دغه کمېسیون ټولې سرچینې او امتیازات له ځانه سره وړي،خو د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني غړي تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ ویانده صغرا سعادت وايي:«ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې په کمېسیون کې د حقوقي سندونو نشتون،د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پخوانیو غړو له خوا د نویو کمېشنرانو د کار له پیل څخه وړاندې حکومت ته د ۱۳۹۶ کال د بودیجې لېږد،د دوو تېرو کلونو په اوږدو کې په کمېسیونونو کې د یوه کاري پروګرام او عملیاتي پلان نشتوالی له جدي ننګونو څخه دي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ غواړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو وخت ژرترژره په ډاګه شي او همداراز له انتخاباتي کمېسیونونو غواړي د رایې ورکوونکو د نوملړ، د ټاکنیزو حوزو د روښانه کولو او امنیتي څېړنو په شان بنسټیز اصلاحات ژرترژره ترسره کړي.

شریک یي کړئ