Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۷ ورځو جګړه کې کابو سل افغان ځواکونه وژل شوي

د هغو شمېرو پر بنسټ چې طلوع نیوز ته رسېدري دي، په تېرې یوې اوونۍ کې کابو سل تنه امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

دا شمېرې د دې ښودونه کوي چې په تېرو اوو ورځو کې ۹۸ دولتي ځواکونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې وژل شوي دي.

په دغو اوو ورځو کې دغه نښتې په بادغیس، کندوز، تخار، نیمروز، فاریاب، میدان وردک، سرپل، لوګر، سمنګان، ارزګان، بلخ، عزني، کندهار او زابل ولایتونو کې شوي دي.

په تېرو اوو ورځو کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېر:

ولایت          وژل شوي     ټپیان
بادغیس         ۱۵             ۶
کندوز           ۵              ۲
تخار            ۱۹            ۵
نیمروز         ۶             ۵ 
فاریاب          ۵             ۶
میدان وردګ   ۳
سرپل          ۱۱            ۲۴
لوګر           ۸              ۳
سمنګان        ۲
ارزګان        ۹             ۲
بلخ            ۹             ۵
غزنی         ۱             ۴
کندهار        ۴             ۷
زابل           ۱

د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان وايي:«په امنیتي برخو کې اندېښنې شته او زموږ اتل سرتېري د سیاسي شخړو قرباني شوي دي.»

د فاریاب امنیه قومندان غیب الله سادات په دې اړه وویل:«کوهي کلی د دښمن له شتونه پاک شوی چې ځينې یې ټپيان او ځينې یې هم نیول شوي دي.»

طالبانو په تېرې یوې میاشت کې په تخار ولایت ۱۳ ځله بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۳۰ تنه امنیتي ځواکونه او شپږ ولسي وګړي وژل شوي دي او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر په دې اړه وايي:«طالبانو تر ډېره د خلکو له کورونو مورچلې جوړې کړې دي او خلک یې ډال ګرځولي دي.»

ملي دفاع وزارت، د هېواد په ځينو برخو کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی مني او وايي چې په دې موده کې طالبانو ته هم زیاته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی په دې اړه وايي:«طالبانو په تېرې یوې اوونۍ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې خپل بریدونه ترسره کړي. او دولتي ځواکونو هم د فعالې دفاع په چوکاټ کې بریدونه یې دفع کړي او دښمن ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.»

 د هېواد په ځينو برخو کې بریدونه په داسې حال کې د زیاتوالي په حال کې دي چې افغان حکومت د پنجشنبې په ورځ د روژې مبارکې میاشتې په پار طالبانو ته وړاندیز وکړ چې اوربند وکړي؛ خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند دا غوښتنه رد کړه.

دغه نښتې په بادغیس، کندوز، تخار، نیمروز، فاریاب، میدان وردک، سرپل، لوګر، سمنګان، ارزګان، بلخ، عزني، کندهار او زابل ولایتونو کې شوي دي.

شریک یي کړئ