Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جان بس کابل او لوګر کې بریدونه د بندیانو د تبادلې د ځنډ لامل بولي

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر، جان بس وايي له بنده د حقاني ډلې دري غړي، انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید د خوشې کولو د ځنډېدو پرېکړه، په کابل او لوګر کې د بریدونو له کبله نیول شوې ده.

نوموړي نن(یک‌شنبه د لړم په ۲۶مه نېټه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې امریکا به د یادو بندیانو د خوشې کولو لپاره به په نورو پړاونو کې له افغان حکومت سره له نږدې کار وکړي: « سوله کول د سخت غوراوي په مانا ده، خو همداراز ده اوسنیو شرایطو ته په پام سره وویل اړتیا ده. موږ د مهمو شریکانو په توګه د افغانستان له حکومت سره راتلونکي کې له نږدې کار وکړو.»

هغه همداراز څرګنده کړې چې بند ته د درېیو طالب بندیانو د بېرته لېږد په اړه د افغان حکومت له پرېکړې ملاتړ کوو.

جان بس زیاته کړه: «موږ د سولې پراختیا لپاره د ولسمشر غني لخوا د درېیو طالب بندیانو د خوشې کولو له اعلان او همداراز د بیاڅېړنې او بند ته یې د لېږد له پرېکړې ملاتړ کوو.»

د حقاني ډلې د درېیو بندیانو له خوشې کولو څو ساعته مخکې (سې شنبې د لړم په ۲۱مه نېټه) د لوګر پل علم کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان برید وشو، همداراز په سبا یې د کابل په پنځلسمه حوزه کې د ټونس موټربم چاودنه کې د ماشومانو په ګډون ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

ولسمشر غني د سې شنبې په ورځ په ناڅاپه توګه اعلان وکړ چې له بګرام زندانه به د حقاني ډلې دري غړي، انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید په مشروط ډول خوشي شي.

ټاکل شوې وه چې دغه درې تنه بندیان په ۲۰۱۶کال کې د برمته شویو دوو بهرنیو استادانو د خوشې کولو په بدل کې په مشروط ‌‌‌‌‌‌ډول له بنده خوشې شي.

افغان حکومت تېره شپه اعلان وکړ چې د حقاني ډلې دا درې غړي د افغان حکومت په بند کې دي او د تبادلې بهیر تر بیا کتنې لاندې دی.

په همدې حال کې افغانستان کې د دوو بهرنیو استادانو سره د حقاني ډلې د درېیو بندیانو تبادله ځنډولو کې طالبان ګرم بولي، خو طالبانو بیا په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتونه تورن کړي دي.

وروسته له دې چې ولسمشر غني د حقاني ډلې د یادو بندیانو له خوشې کولو څو ساعته وروسته په کابل کې د امریکا سفیر جان بس له دې پرېکړې ملاتړ اعلان کړ.

ولسمشر غني د سې شنبې په ورځ په ناڅاپه توګه اعلان وکړ چې له بګرام زندانه به د حقاني ډلې دري غړي، انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید په مشروط ډول خوشي شي

شریک یي کړئ