Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جان سولیوان: طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي له طالبانو څخه پرته په افغانستان کې د جګړې ټولې ښکېلې ډلې سولې ته چمتو دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان سولیوان وايي چې طالبان پر ولسي وګړو له خپلو وروستیو بریدونو سره وښودله چې دغه ډله چمتو نه ده چې له نېک نیت سره د سولې خبرو اترو ته راشي.

دغه لوړ پوړی امریکايي ډیپلوماټ وايي چې د سوېلي اسیا لپاره د واشنګټن په تګلاره کې پر طالبانو پوځي، اقتصادي او سیاسي فشارونه شامل دي او دغه کار به طالبان د سولې خبرو اترو ته اړ کړي.

ښاغلي سولیوان څرګنده کړه:« له بده مرغه اوس‎مهال داسې ښکاري چې له طالبانو پرته هر څوک د سولې خبرو ته چمتو دي. پر بې ګناه ملکیانو د طالبانو د غندنې وړ بریدونه څرګندوي چې هغوی په ښه نیت سره د سولې خبرو ته نه راځي.د امریکا متحده ایالات به په افغانستان کې د داعشیانو القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه له خپلو افغان همکارانو ملاتړ وکړي.»

دغه امریکايي ډیپلوماټ له پاکستانه غواړي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د ترهګرو پنټ‎ځایونه له‎منځه یوسي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه:« موږ پاکستان ته خپلې غوښتنې روښانه کړې چې په دغه هېواد کې د ترهګرو پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي ترڅو په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ګواښونو فشار کم شي او دغه کار به په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې ټیکاو عامل شي.»

په ورته وخت کې د پنټاګون ویانده وايي که‎څه هم پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي، خو واشنګټن تراوسه د افغانستان په جګړه کې ماته نه دغه خوړلې.

د پنټاګون ویانده ډنا وایټ څرګنده کړه:« موږ تل ویلي چې پاکستان باید له اوسنیو فرصتونو ګټه واخلي. دغه هېواد د ترهګرۍ قرباني دی او له ترهګرو ملاتړ هم کړی دی.

موږ له پاکستانه غواړو چې په فعاله توګه له موږ سره یوځای شي. دغه هېواد هغه کارونه کولی شي چې موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې ورته اړتیا لرو.»

په دې وروستیو کې سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ټرامپ امریکايي قومندانانو ته امر کړی ترڅو د اړتیا پر مهال د ترهګرو د مرکزونو د له‎منځه وړلو لپاره له اوسنیو اسانتیاوو کار واخلي.

شریک یي کړئ