Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جاپان د ناکامورا د خدمتونو په پار د هغه کورنۍ ته ستاینلیک ورکړ

د جاپان حکومت د جاپاني ډاکټر ټیټسو ناکامورا د خدمتونو په پار چې تېره میاشت په افغانستان کې ووژل شو، د هغه کورنۍ ته دولتي ستاینلیک ورکړل.

د «ګولډ ریز وېټ روزټ» ستاینلیک تېره ورځ (جمعه د مرغومې په شپږمه) په ځانګړو مراسمو کې د جاپان لومړي وزیر شینزو ابه له خوا د ټیټسو ناکامورا مېرمنې نایوکو ناکامورا ته ورکړل شو.

په دغه ستاینلیک کې د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوستانه اړیکو په رامنځته کېدو کې د ټیټسو ناکامورا ونډه ستایل شوې او د هغه کارنامې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره مهمې بلل شوې دي.

۷۳ کلن ناکامورا له خپلو پنځو افغان همکارانو سره د روان زیږدیز کال د ډسمبر په څلورمه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.

ټیټسو ناکامورا د «پي ام سي» مرستندویه بنسټ رییس و چې کلونه یې د افغانستان په ختیځ په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې فعالیت درلود.

ناکامورا د کونړ اوبو د راګرځولو لپاره ۱۱ سربندونه جوړ کړل چې له دغو اوبو د ننګرهار ځينې ځمکې خړوبې کړي.

د دې ترڅنګ، هغه همدارنګه په ننګرهار کې د ۱۵۰۰ ژور کوهي کیندلي او کابو ۶۵۰ زره تنو ته یې د څښاک اوبو زمینه برابره کړې ده. د هېواد په ختیځ کې د دوه جوماتونو او دوه روغتونونو جوړول د هغه له نورو کارونو څخه دي.

د ستاینلیک د ورکړې پر مهال، د ټیټسو ناکامورا لور اکیکو او په جاپان کې د افغانستان سفیر بشیر محبت هم حضور درلود.

د «ګولډ ریزویټ روزټ»ستاینلیک د جاپان هېواد څلورم لوړرتبه ستاینلیک دی چې د نړیوالو اړیکو او نورو برخو کې د لاسته راوړنو لپاره ورکول کېږي.

شریک یي کړئ