Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جمهوریت روغتون پنځه چارواکي د اختلاس په تور څارنوالۍ ته معرفي شول

د عامې روغتیا پخواني وزیر د جمهوریت روغتون رییس او څلور تنه نور چارواکي د دغه روغتون د تېلو د اختلاس په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي دي او د دغه روغتون سرطبیب یې د سرپرست په توګه معرفي کړی دی.

خو د عامې ورغتیا وزارت مرستیال بشیر نورمل د دغه روغتون پخوانی رییس بیاځلې خپل کار کار ته معرفي کړی دی.

لویه څارنوالۍ وايي چې د جمهوریت روغتون د رییس دوسیه چې د اداري فساد په تور دغه بنسټ ته معرفي شوی و، تر څېړنې لاندې لري.

«سندونه د دې ښودنه کوي چې د عامې روغتیا وزارت د ۱۳۹۲ کال څخه د ۱۳۹۸ کال تر پایه د جمهوریت روغتون د مرکز ګرمیو د تېلو د لګښت د څرنګوالي په اړه پلاوی وګوماره او د دغه پلاوي له څېړنو وروسته د عامې روغتیا وزارت پخواني وزیر فیروز الدین فیروز، د جمهوریت روغتون رییس محمد الله علیشینګي، اداري مدیر امین الله عمر خېل، د خدمتونو مدیر بشیر احمد، د دغه روغتون د یوې برخې مدیر سردار محمد لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي او لیکلي دي چې د دغې مسلې تر روښانه کېدو یې حاضرۍ په عامې روغتیا وزارت کې لاسلیک کړئ.»

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«د جمهوریت روغتون رییس د دغه روغتون ځينې کارکوونکي د عامې روغتیا وزارت له خوا د اداري فساد په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي، پېښه د لویې څارنوالۍ تر څېړنې او تحقیق لاندې ده.»

که څه هم ښاغلي فیروز د دغو چارواکو کارونه د دغه روغتون نورو کارکوونکو ته سپارلي دي، خو کله چې د عامې روغتیا پخوانی وزیر په کورني کوښيتوب کې و، د دغه وزارت مرستیال بشیر نورمل د جمهوریت روغتون رییس یې بېرته خپل کار ته استولی دی.

د روڼتیا د څار بنسټ رییس اکرام افضلي وايي:«ټول هغه کسان چې د فساد دوسیې لري، باید دندې یې وځنډول شي، اجازه ورکړل شوي چې په خپلواکه توګه یې دوسیې وڅېړل شي او دوسیتې ته له رسېدنې او د محکمې له پرېکړې وروسته دغه کسان باید په صورت کې سپین وپېژندل شي خپل کار ته دوام ورکړي. د دغو کسانو د کار د دوام لپاره هر ډول زمینه جوړونه کولای شي د دغو کسانو لپاره د زمینې برابرول وي.»

د عامې روغتیا وزارت د جمهوریت روغتون رییس د دوسیې په اړه خبرو ته حاضر نه شو.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه