Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنورۍ تر پایه د سولې هوکړې لاسلیک ته د طالبانو هیلې

طالبان تر راتلوونکو څه کمو دوه اوونیو کې له امریکا سره د سولې هوکړې لاسلیک ته هیله څرګنده کړې.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند، سهیل  شاهین  جمعه(د مرغومې په ۲۸مه نېټه) د پاکستان ډان ورځپاڼې ته په استول شوې بیانیه کې هیله څرګنده کړې، څو د سولې هوکړه د روانې زیږدیزې جنوري میاشتې تر پایه لاسلیک شي.

سهیل شاهین زیاته کړې ده، د هوکړې مخکې طالبان چمتو دي چې خپل پوځي عملیات راکم کړي.

هغه وړاندې ویلي دي:«موخه د تاوتریخوالي(کموالي) نه بهرنیو ځواکونو ته د امن چاپېریال رامنځته کول دي چې له افغانستانه ووځي.»

نوموړي څرګنده کړې ده چې د بریدونو کمښت کې همداراز پر افغان ځواکونو هم د بریدونو کمښت شامل دی.

د طالبانو د قطر دفتر ویاندو په دې اړه ویلي دي:«د اوربند په تړاو کومه هوکړه نشته. دا زموږ په پوځي عملیاتو کې کمښت دی. دا زموږ دنده ده چې کله او څه ډول خپل پوځي عملیات راکم کړو او دا یوازې پر بهرنیو ځواکونو نه محدود کیږي، بلکې کمښت ټولو ځواکونو او افغان ځواکونو پورې هم تړلی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له امریکې سره د طالبانو مرکچي پلاوي مشر او د طالب ډلې له بنسټ اېښودونکو ملا عبدالغني برادر ویلی وو دا چې، جګړه به په افغانستان کې هغه مهال پای ته رسېږي چې امریکا له افغانستانه بهر شي.

ملا برادر له "فرونټ لاین" رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو افغانستان ته له راتګ سره ډېره تېروتنه کړې:"امریکا افغانستان ته له راتګ او د جګړې له پيل سره ستره تېروتنه وکړه. د دې لپاره چې د هغوی اصلي موخه یو کس و - اسامه بن لادین - و هغه اوس نشته. موږ اوس مکلف یوو چې د خپل هېواد دفاع د سر په بیه وکړو."

مخکې له دې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو چې حکومت به یوازې هغه طرحه ومني چې له مخې یې اوربند وشي.

ښاغلي صدیقي ټينګار وکړ چې افغان حکومت به یوازې هغه طرحه ومني چې د اوربند ضمانت کوونکې وي.

هغه زیاته کړه:"تر دې شېبې چې له تاسو سره خبرې کوم، تراوسه په دې هکله د پام وړ پرمختګ نه دی شوی. په افغان حکومت کې زموږ اخیستون دا دی، دغې طرحې ته چې هر نوم ورکړل شي او یا هر هغه وړاندیز چې طالبانو له پاکستانه ځان سره قطر ته راوړی او له ښاغلي خلیلزاد سره یې مطرحه کوي، زموږ خلک باید په کې د اوربند شاهد وي. اوربند د افغانستان د خلکو بنسټيزه غوښتنه ده. له دغې موضوع پرته، بل بحث نشته چې دوحه پر هغه خبرې وشي."

طالبانو ویلي دي چې د تاوتریخوالیو کمښت نه یوازې د چې د بهرنیو ځواکونو لپاره دی، بلکې افغان ځواکونه هم په بر کې نیسي

شریک یي کړئ