جوزجان کې د پولیس پر پوستې برید کې ۱۴ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور تپيان دي.
د جوزجان والي ویاند، سیدمعروف اذر نن(دوشنبې د مرغومې په ۹مه نېټه) وايي چې برید سهار وختي د یاد ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې شوی دی.
ښاغلی معروف زیاتوي، دوه تنه نور چې د افغان ځواکونو دغې پوستې کې مېشت وو، د برخلیک په اړه یې مالومات نشته.
دا په داسې حال کې ده په وروستیو اوونیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه زیاتو شوي او د جمعې په ماښام هلمند کې د ورته برید په پایل کې ۱۰ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی وو.
همداراز تېره اوونۍ ورته پېښې بلخ ولایت کې ترسره شوې چې په ترڅ کې یې ۱۷ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ.