Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حامد کرزي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل نوماندېدل رد کړل

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل نوماندېدل رد کړل.

ښاغلي کرزي په کابل کې یوې خبري ناستې ته په وینا کې وویل چې اوس نورو ته موکه ده ترڅو په دې برخه کې ځان نوماند کړي:«هېڅکله هم نه غواړم چې په ټاکنو کې ګډون وکړم، ما تر خپلې وسې خدمت کړی، اوس باید ځوانان او نور کسان مخته شي.»

ښاغلی کرزی د اختر د لمانځه وروسته په دې غونډه کې د برېښنایي پېژند پاڼو پر سر د حکومتي مشرانو ترمنځ د اختلافونو په تړاو هم غبرګون ښيي.

پخوانی ولسمشر وايي:«دا د افغانستان د ملت ترمنځ اختلافونه نه دي، دا اختلاف د هغوی دی او پر موږ د افغانستان په خلکو پورې هېڅ اړه نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر، له دې سره چې اجرايي رییس او ځيني سیاستوال مخالف دي، خو کابو له دوو میاشتو راهیسې دوام لري.

د وګړو د احوالو ثبت ادارې ویاند روح الله احمدزي په دې اړه وویل:«زموږ اداره د یوې تخینکي او مسلکي ادارې په توګه مکلفه ده چې دا پروسه ټولیزه کړي او د قانون پر بنسټ خپل کارونه په مخ بوځي.»

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې برېښنايي پېژندپاڼې باید سیاسي نه شي او زیاتوي چې د دغه بهیر سیاسي کېدل د افغانستان راتلونکي په ګټه نه دی.

پخوانی ولسمشر حامدکرزی درې ورځې مخکینو هغو څرګندونو په اړه چې د المان شپيګل انلاین سره يي کړې وې، ویلي وو چې راتلونکو ټاکنو کې به نوماند وي خو اوس داسې څرګندونې لري.

شریک یي کړئ