Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حسیب قوای مرکز: د ملي امنیت ریاست د کابل په هدفي وژنو کې لاس لري

حسیب قوای مرکز چې د کورنیو چارو وزارت له خوا تر تعقیب لاندې دی په ملي امنیت تور پورې کوي چې په هدفي وژنو کې لاس لري.

حسیب قوای مرکز چې له لسو میاشتو راهیسې د امنیتي ځواکونو لخوا تر تعقیب لاندې دی په یوه تصویري پيغام کې ادعا کوي چې ملي امنیت په کابل کې په هدفي وژنو کې لاس لري او له هغه یې غوښتي و چې د پیسو په بدل کې شپږ نفوذ لرونکي کسان ووژني.

حسیب قواي مرکز په دې اړه وايي:«دوی ما ته یو شپږ کسیز نوملړ راکړ چې په هغه کې د قومندان صاحب ګل حیدر خان، عبدالمحید خراساني، مولوي صاحب متوکل او درې تنه نورو کسانو راکړ چې دوی له منځه یوسه او د هغوی د هر یوه په بدل کې تا ته دوه نیم مېلیون افغانۍ درکوو.»

ملي امنیت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو د کورنیو چارو وزارت دغه ادعاوې ردوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي څرګنده کړه:«په خپله په وژنې، چپاول ګرۍ، غلا او پر اخاذیو تورن دی او د پنجشېر نوي امنیه قومندان ته حکم شوی چې ژر تر ژره هغه ونیسي.»

بلخوا بیا ځينې حقوق پوهان د دغو ادعاګانو د څېړلو غوښتنه کوي.

حقوق پوه روح الله سخي زاده په دې اړه زیاتوي:«له شک پرته د دولت له لوري داسې کړنه به سم کار نه وي.»

اخوا د قوای مرکز ځينې هټۍوال ادعا کوي چې وسله وال کسان د حسیب قوای مرکز په نوم له هغوی باج اخلي، خو د دوی د ځان او مال د خوندیتوب په پار د دغو هتۍ والو نومونه نه په ډګه کېږي.

د کابل امنیه قوماندان سید محمد روشندل هم څرګندوي:«په دې ځای (قوای مرکز) کې کابو له نهو هټۍوالو باج اخیستی هغه هم له ۱۰ زرو ډالرو نیولی تر ۳۰ زره ډالرو پورې.»

خو حسیب قوای مرکز دا ادعاوې بې بنسټه بولي:«په هېڅ باج اخیستو کې لاس نه لرم او دا د دولت دسیسې دي او دا د ملي امنیت دسیسې دي.»

حکومت یوولس میاشتې مخکې د حسیب قوای مرکز د نیولو په موخه په پنجشېر کې عملیات وکړل چې د نوموړي په نیولو بریالي نه شو.

اوس د پنجشېر د امنیه قوماندانۍ سرپرست د حسیب قوای مرکز د نه نیولو له امله د کورنیو چارو وزارت لخوا ګوښه شو.

حسیب قوای مرکز د کورنیو چارو وزارت لخوا د خلکو په ځورولو، باج اخیستو، وژنو او د عامه نظم پر خلاف فعالیتونو تورن دی.

شریک یي کړئ