Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حسین حقاني: طالبان پر ټاکنو او سولې باور ‎نه لري

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني ګواښ کوي چې طالبان پر ټاکنو باور نه‎لري او غواړي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، په زور افغانستان ونیسي.

حسین حقاني له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وايي چې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله، امریکا باید له دغې ډلې سره خبرې وځنډوي.

د پاکستان دغه پخوانی ډيپلومات زیاتوي که‎چېرې طالبانو په سوله باور لرلای، اوربند به یې اعلان کړی و.

ښاغلی حقاني په دوحه کې د افغانانو ترمنځ وروستۍ خبرې د طالبانو لپاره د عامه اړیکو تمرین بولي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني څرګنده کړه:«طالبانو څه ورکړي؟ دوی افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، اوربند یې نه دی منلی، بریدونه یې زیات کړي، فکر کوم چې طالبان یوازې په دې هیله له امریکایانو سره خبرې کوي چې امریکایان به له دې ځایه ووځي او دوی به یو ځل بیا وتوانېږي چې افغانستان په زور ونیسي.»

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر د خپلو څرګندونو له امله په پاکستان کې ترتعقیب لاندې دی، د هغه څه په اړه خبرداری ورکوي چې پر افغانستان یې د پاکستان لخوا د سولې د یوې موافقې احتمال بولي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني:«که امریکا خپل وتل اعلان کړي او پاکستان ډېر امتیازونه ترلاسه کړي او همداراز امریکا فکر وکړي چې پاکستان د سولې له بهیر سره مرسته کړې، خو سوله واقعي نه‎وي او په افغانستان کې کړکېچ دوام وکړي او پاکستان له طالبانو سره مرسته وکړي چې یو ځل بیا افغانستان ونیسي، پاکستان به دوه شیان ولري، د امریکا د وتلو په مرسته کې به د امریکا تایید له ځان سره ولري او خپلو هیلو ته به چې د نیابتي ځواکونو په مرسته د افغانستان اداره کول دي ورسېږي.»

خو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د یوه رژيم په توګه افغانستان ته د طالبانو راستنېدل به شونې نه وي.

بلخوا د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې د امریکا له ولسمشر دوڼلډ ټرمپ سره د کتنې لپاره واشنګټن ته تللی ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان څرګندوي:«ما لومړی ویلي چې د افغانستان جګړه هېڅ پوځي حل لار نه لري او جګړه مسله نه شي حل کولای، ما ته هرڅه ویل شوي، ترهګر بلل شوی یم، طالب خان بلل شوی یم، نه پوهېږم چې نور څه بلل شوی یم خو خدا حق دی، اوس ټوله نړۍ وايي چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نه لري، انشاالله ډونلډ ټرمپ ته هم دا خبره کوم.»

حسین حقاني وايي په افغانستان کې به هغه وخت واقعي سوله راشي چې د پاکستان ای اېس ای په افغانستان کې لاسوهنه پای ته ورسوي او افغان مشران د روسیې، امریکا، هند او ایران په شان قدرتونو ته مخه نه کړي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه