د سولې مشورتي لویې جرګې د ترسراوي په درشل کې، د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او اعتدال» ټاکنیزې ډلې او همدارنګه د رحمت الله نبیل په مشرۍ د «امنیت او عدالت» ټاکنیزې دلې هم اعلان وکړ چې په دغې جرګه کې به ګډون ونه کړي.
د حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې په یوې اعلامیه کې دا جرګه یوه ننداریزه او سپارښتنیزه هغه بللې چې د هغه په وینا، غړي یې له سپارښتنې او فرمایش سره غوره کېږي.
د سولې او اعتدال ډلې په اعلامیه کې راغلي:«د سولې او اعتدال ټاکنیزه ډله د خپلې پخوانی اعلامیې پر تایید او ټینګار سره، د سولې مشورتي جرګې تر نامه لاندې اوسنۍ بهیر ردوي او هغه د حکومت له لوري د سولې په بهر کې د وخت له ضایع کولو او د ټاکنو له ناقانون کمپاین څخه پرته بل څه نه بولي. موږ اعلان وو چې زموږ د ډلې، ګوندونو او بهیرونو په استازیتوب به هېڅوک په دغې سفارشي لویه جرګه کې ګډون ونه کړي.»
د امینت او عدالت ټاکنیزې ډلې هم په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا جرګه سیاسي او حقوقي مشروعیت نه لري.
دغې ډلې ویلي چې د دغې جرګې د ترسراوي مشرتابه ډله یوې ټاکنیزې ډلې پورې تړلې ده او همدارنګه د جرګې اجنډا مبهمه ده.:«د امنیت او عدالت ټاکنیزه ډله او د افغانستان د خلکو محور، له مبهمې اجنډا سره د داسې فرمایشي جرګو ترسراوی نه یوازې هېواد کې د سولې په وړاندې د ستونزو حل لاره بلل کېږي بلکې هېواد کې به د لاډېرو کړکېچونو رامنځته کولو لامل کېږي چې د هغه مدیت به بیا ډېر ستونزمن وي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې هم د دغې جرګې ترسراوی د افغانستان د سولې لپاره ګټور نه بولي او په همدې دلیل په دغې جرګه کې ګډون نه کوي.
ټاکل شوې ده چې د سولې مشورتي لویه جرګه د روان کال د غوايي په نهمه نېټه ترسره شي. هغه څه چې د سولې عالي شورا وايي ټاکل شوې ده کابو دوه زره تنه په نیمه ټاکنیزه توګه دغې جرګه کې ګډون وکړي او د سولې خبرو اترو د سرو کرښو په اړه حکومت ته مشوره ورکړي.